نامعلومو وسله‌والو بلوچستان کې دوه پاکستاني پولیس وژلي

نامعلومو وسله‌والو بلوچستان کې دوه پاکستاني پولیس وژلي


  • 1 کال دمخه (10/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 558

سمسور نیوز (۲۱وری۱۴۰۲) د پاکستان بلوچستان ایالت کې د نامعلومو وسله‌والو له خوا برید کې درېیو پاکستاني پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. 

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه پېښه «کچلاغ» سیمه کې هغه مهال شوې، چې پولیس په ګزمه بوخت وو.

د راپورونو له مخې، په دې برید کې دوه پولیس او یو وسله‌وال وژل شوي او یو بل پولیس ټپي دی. 

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. 

بل‌خوا د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د ټولو مخالفو وسله‌والو ډلو پر وړاندې د عملیاتو پیلولو خبر ورکړی دی.