نامعلومو وسله وال د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د شتک روغتیايي مرکز امر احمد تمیم رحیمي وژلی.
یوې سیمهییزې سرچینې ویلي چې دغه ډاکټر له خپلې مېرمن او یو ماشوم سره یوځای د روغتايي مرکز دننه ژوند کاوه، خو وسله وال کس په دې پلمه چې عاجل مریض لري، ورغلي او هغه وژلی دی.
په همدې حال کې د بدخشان روغتیايي مسوولین هم دا پېښه مني او وايي، احمد تمیم رحیمي وړمه شپه نوکريوال و چې د نامعلوم کس له لوري ووژل شو.
د بدخشان د عامې روغتیا رییس قاري عتیق الله فیضي ویلي، که څه هم تر اوسه په دې اړه څوک نه دي نیول شوي، خو د پولیسو له لوري پلټنې روانې دي.
په ورته مهال د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هم یاده پېښه منلې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د معلوماتو له مخې، احمد تمیم اصلا د بلخ اوسېدونکو و چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د شفاخانې د امر په توګه ټاکل شوی و.