یوناما: افغانستان کې د خپل سرو نیونو په اړه اندېښمن یوو

یوناما: افغانستان کې د خپل سرو نیونو په اړه اندېښمن یوو


  • 1 کال دمخه (11/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 599

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما د مدني ټولنو د فعالینو د خپل سري نیونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

یادې ادارې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دې فعالانو کې هغه کسان هم شته چې د ښځو او نجونو لپاره یې غږ پورته کړی.

د یوناما په خبره، لاهم ځینې نیول شوي کسان له میاشتو میاشتو له خپلې کورنۍ سره اړیکه نه لري.

یوناما د اسلامي امارت له بند څخه د تازه راخوشې شویو مدني فعالانو نرګس سادات او زکریا اصولي د راخوشې کېدو هر کلی کړی، خو ویلي یې دي چې د نورو نیول شویو کسانو د قضیو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرو ته دوام ورکوي.

دې ادارې ویلي، د نیول شویو کسانو په اړه له ډېرو هڅو او غوښتنو سره سره د معلوماتو له کمښت سره مخ دي.

یوناما یو وار بیا د په خپل سر نیول شویو کسانو د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې هیڅوک باید د بیان له ازادۍ څخه د ګټې اخیستنې په خاطر بندي نه شي.

د یادونې وړ ده چې نرګس سادات او ذکریا اصولي د تېر کال په دلوې میاشت کې د اسلامي امارت له لوري نیول شوي چې تېره ورځ راخوشې شول.