امریکا کې د بانک یوه کار کوونکي خپل پنځه همکاران په ډزو وژلي

امریکا کې د بانک یوه کار کوونکي خپل پنځه همکاران په ډزو وژلي


  • 1 کال دمخه (11/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 673

سمسور نیوز (۲۲وری۱۴۰۲) ‏د امریکا په کنټاکي ایالت کې د بانک یوه کارکوونکي پنځه کسان په خپل کار ځای کې په ډزو وژلي دي. 

د اسوشېټېډپرېس د راپور له مخې، دغه پرون دوشنبه د کنټاکي ایالت د لویسوېلي ښار په یوه بانک کې رامنځ ته شوې ده. 

د راپور له مخې، برید کوونکی ۲۵ کلن دی او کانر سترګیون نومېږي. 

یاد کس له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.

 تراوسه د هغه د برید انګېزه څرګنده شوې نه ده. 

په روان میلادي کال کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې دې ته ورته ۱۴ نور بریدونه شوي دي.