د خبر لیکنې په مهال یو د خبر اوصول دي او بل د رسنۍ پالیسي. اوصول په ټولو رسنیو کې یو دي، دا مهمه نه ده چې د رسنۍ نوعیت څه دی، چیرته ده او د چا ده؟ اوصول لکه ساینس علمیت ثابتوي او ځکه خو مکاني او زماني اغیز نه مني. زموږ د کلي په ښوونځي کې دوه او دوه څلور کېږي او امریکا کې هم دوه او دوه څلور دي. په خبر کې اوصول کټ مټ همدغسې ثابت دي. دلته به هم خبریال/ ایډیټر دقت، صحت، توازن، صداقت او ... په پام کې نیسي او د دنیا په بل کونج کې هم عینا خبره ده. البته، د خبر ارزښتونه بیا بل بحث دی. په ارزښتونو کې د رسنیو نوعیت، پوښښ، پالیسي او بلاخره د خبریال لید لوری شاملېږي، خو د خبر ارونه بیا دغسې نه دي. اوصول د سیستم او علم بنیاد دی. مکاني او زماني تغییر نه مني. که تاسو په یوه سیمه ایزه رسنۍ کې کار کوﺉ، که د هېواد په کچه (موخه مې د رسنۍ پوښښ دی) او که په نړیواله؛ خو چې خبر لیکﺉ، دروغ پکې نه شﺉ ویلی، د چا طرف پکې نشﺉ نیولی، سرعت تر هغه نشته چې صحت او دقت ته یې پاملرنه ونه کړﺉ، بې سنده د چا داغل، رانیول، تحقیر او ... نشته. دا هر د خبر اوصول دي. البته پدې اوصولو کې ځینې یې د رسنیو نوعیت ته هم سره توپیر لري، چې یو موضوع د راډیو لپاره په خبر ارزي خو د ټلویزون لپاره نه ارزي؛ خو دلته هم تر ډېره خبري ارزښتونه مهم دي. پر دغې اوصولو، چې ټولو رسنیو او ټولو سیمو کې یو ډول تطبیقېږي، سربېره د رسنۍ خپله پالیسي هم شته، چې د رسنۍ پر ټولو نشراتو اغیز لري. یا به داسې ووایو چې دپالیسۍ د تطبیق لپاره نشرات کېږي، خو پالیسي به له اوصولو سرغړاوی نه وي، د اوصولو له مخې به پالیسي مخ ته ځي. دلته اوصول هغه سیستم دی، ماشین دی او چوکاټ دی، چې ته خپل خام مواد (پالیسي ) پکې پروسیس کوې. یوه بېلګه به ووایو:
تاسې د رخت تولیدولو کار خونه لرﺉ. دا کار خونه طبعا له پرزو جوړه ده. پرزې د یو سیستم له مخې سره یو شوي، ماشین رامنځ ته شوی، ماشین ته موخې ټاکل شوي، چې باید رخت تولید کړي. د رخت دا تولید یوه پروسه لري، رخت له ماشینه راوځي، ماشین د ځان لپاره خپل شرطونه لري، کوم توکي ور واچول شي، څومره ور واچول شي، د څومره وخت لپاره ور واچول شي، کومې مرحلې باید طی کړي؟ دا پوښتنې د یاد شوي ماشین او د رخت د تولید اوصول دي، بې له دې امکان نه لري، چې رخت تولید شي او که تولیدېږي ګډوډي به رامنځ ته کېږي. پر ماشین زور، ناسم کیفیت، د تیورۍ پاشل کیدل او بې بندوباري به ورسره وي. دا د رخت د تولیدي کار خوني اوصول شول، خو تور، سور، خړ او ... د کار خونې پالیسۍ، ګټې او بازار پورې تړلې خبره ده. په رسنیو کې د خبر اوصول دغسې دي چې د مالک له خوښې ناخوښې پرته باید ومنل شي خو کوم خبر اخلم، کوم نه اخلم، څه باید لومړی خپاره شي او څه وروسته؟ دا بیا پالیسي ده. پالیسي رسنیو ته تعریف ورکوي. د ملي ګټو ضد مسایل او خبرونه که خپروي( البته ځینې موضوعات شته چې د خبر اوصول هم پکې مراعت کیدای شي، خو د مصلحت له مخې یې خپرول ناسم کار دی. دا بحث چیرته بل ځل ) یا ګوندیز نشرات لري، د نظام په ګټو را څرخي؛ خلک (مخاطبان) یې له همدې نشراتو معلوموي، چې فلانۍ رسنۍ دغسې او هغه بله دغسې ده. حکومتونه او مسولې ادارې طبعا باید د رسنیو پر ازادۍ سربېره دا ظرفیت ولري، چې رسمی ادرسونه د انارشۍ، خپلسرۍ او بیخي ډېرې ازادۍ پر ځای په قوانینو کې د بیان شوې ازادۍ پر منلو قانع او مجبوري کړي، خو د خبر اوصول نه باید رسنیز ادرسونه مات کړي او نه هم حکومتونه. د اوصولو ماتول د نن نه بلکې د سبا لپاره د محصلانو او تیورۍ په برخه کې هم خنډ دی. که یوه رسنۍ د حکومت په ملاتړ جوړه شوې غونډه خپره نه کړي، نه ورسره د چا زور شته او ممکن دا یې پالیسي نه وي، نو خبره ښکاره ده چې د غونډو خپرول یې د پالیسۍ خلاف دي خو که رسنۍ یوې موضوع کې د صحت، توازن ،صداقت او ... اصل مات کړي؛ پوهنتونونو کې یې استادان پر شاګرد و محصل څنګه ومني؟
د نورو ډېرو پالیسیو سربېره دلته (افغانستان لپاره ) د دوو محتواوو یا د پالیسیو د تطبیق رسنیو کار کاوه. یوې ډلې جمهوریت ته لابي کوله او بلې طالبانو ته. جمهوریت سقوط شو، طالب واکمن شو، لا هم دغسې یو کشمکش شته دی. ځینې رسنۍ چې له یوې سیمې راپور ورکوي، پړه پر تېر نظام اچوي. دوی مثلا وایي:
دا په دې ولسوالۍ کې لومړی ځل دی، چې په دومره تعداد خلک له زدکړو فارغېږي/ پروژې پلي کېږي، په تېر نظام کې د پیسو/ رشوت او فساد له امله ځنډیدلې وي. یا
دا وداني، سیمه او ولسوالي د تېر حکومت د عسکرو له لوري په ځلونو بمبار شوې، چې خلک وایې په سوونو زره افغانۍ تاوان یې ور اړولی خو چا یې هغه مهال پوښتنه ونه کړه.
پدې دواړو فرضي بېلګو کې لویه ستونزه داده چې یو لوري ته (حاضر لوری) ته برات ورکول کېږي، دویم لوری نه شته، یادول یې خپل اوصول لري. دا هم ده چې یادول يې څه مانا او د کومې موخې لپآره؟ دلته که خبربال بې پرې وي، نورې لارې هم شته چې دا خبره پکې وکړي. مثلا :
د جګړو له امله دلته ښوونځیو ته هغسې چې په کار وه خلکو لاس رسی نه درلود. بله همدغسې کولی شو خو که يې د لومړنیو بېلګو په څېر لیکو نو باید څه اوصول په نظر کې ونیسو.
لومړی -
دا پوښتنه باید خبریال له ځانه وکړي چې یادول یې مهم دي؟
دویم_
د تېر حکومت دلته د نه پاملرنې یادلته د بمبار دلیل څه و؟ حکومت په لوی لاس بمبار کاوه، که پر وړاندې مقاومت او تخریب کیده، هغو سیمو کې د حکومت مخالفه ډله نه وه، د حکومت ارادې څه ډول دي؟ حکومت دلته بمبار کول مجبوریت او که ویاړ ګاڼه؟
دریېم _
که منحیث د خبریال پړه غایب لوري ته ځي، ددې سوژې توازن څه شو؟ بیا هم باید ورباندې کار وشي او همدغسې را واخیستل شي؟
څه باید وشي؟
ټول خلک به راسره دا خبره ومني؟ پر دغسې یو طرفه راپور به د تېر حکومت خواخوږي خوا بدي نه شي؟ طبعا ستا راپور یو جنرال، ډګروال، د هغه مهال د زدکړو د برخې یو مسول هم اوري او ممکن له خپلو ناستو خلکو سره ووايې چې ته اوس ده ته وګوره!
زدکړې او ښوونځي چا نه پریښودل، چا هلته ودانۍ جوړې کړې او چا ورانې کړې؟ نورو موضوعاتو کې هم دغسې نمونې او مثالونه .
بلاخره دلیل څه دی؟
څلورم- تېر حکومت ددغسې حالاتو په اړه څه موقف درلود او که توازن ساتو نو دا موقف به یې یادوو چې تېر حکومت (ښه ده اداره مشخص کړو، ځای، سیمه او موضوع مشخص کړو، دغه وخت یې زموږ ددې پوښتنې لپاره داسې ځواب راکړ) ددغسې پیښو په اړه څه ویل؟
البته، د تېر حکومت یادول د (مهرباني وکړه ، ډوډۍ وخوره او راشه ډک شه) زاویه هم ده، خو زموږ بحث د خبر لیکنې په اوصولو دی. په همدې ډول ځینې رسنۍ د سرپرست حکومت ټولو ادارو او د ادارو مشرانو ته د بل تعریف (نوي تعریف ) له مخې ګوري. دوی نه وایي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، بلکې وایې او لیکي:
د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت. یا د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر او ...
دلته سره له دې چې د ژبې اقتصاد ته صدمه رسیږي، بې ځايه اطناب رامنځ ته شوی، لوری هم نیول شوی او مخاطب ته پوښتنه پیدا کېږي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دادی نو بل د کوم حکومت د کورنیو چارو وزارت فعال دی؟
رسنۍ هنداره ده، یوازې مخ ته ولاړ شی بیرته ښیی، کوږ، تور سپین پکې نه شي راوستی، خو دلته د هندارې مخې ته بل شی هم راغی. یو وزارت د اوسني حاکم حکومت دی چې د موضوع سره اړوند يې د رسنۍ نوعیت ته په کتو یادونه وکړئ.
اوس چې نه بل حکومت شته، نه بل حزب او اداره، رسنۍ باید نه متني اوږدوالي ته زړه ښه کړي او نه هم باید په خبر کې د نورو پوښتنو او تلوسو لپاره ځای پریږدي. خبر کې معمولا پوښتنې ځوابېږي، مخاطب ددې لپاره خبرونه نه ګوري/ اوري چې پوښتنې ورته را پيدا شي، بلکې غواړي خپلې پوښتنې حل کړي. د طالبانو منل، نه منل، داخلي او بهرنی رضایت او نارضایت، مخالفه ډله لرل او نه لرل، دا بېل بحث دی خو د افغانستان د ټولونکې ادارو د واکمنو په توګه اوس حکومت دی، کابینه یې اعلان کړې، ادارې یې معلومې دي او د متن لیکنې اوصول دا وایې چې ادارې به یادوو، نه دا چې دومره یې اوږده کړو. که استدلال دا وي، چې حکومت ، کابینه، وزیر او ... د طالبانو دي، نور څوک پکې نشته نو ځکه رسنۍ لیکي چې:
د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار والي یا ...
نو دا خو هغه صورت کې سم و، چې بل والي هم وای او هغه د طالب تر واک لاندې نه وای.دغه راز دا به سمه وي. بله خبره داده چې دلته دولت ثابت دی او تاریخ ته په پام سره نظامونه او حکومتونه تغییر شوی خو موږ کوم څه داسې لرو چې د اوسني نظام لپاره د افغانستان د واکمن په سترګه پکې ونه ګورو. دلته خبره د نظام د مشروعیت او نا مشروعیت نه ده ، بلکې خبره داده چې موږ له بې ځایه اطناب، لورې نیونې، د پوښتنو را پيدا کیدو او... سره مخ کېږو. که په تېر کې یو چا لیکلی وای:
)دلته د جمهوریت د ورستۍ کابینې خبره کوو، طبعا موږ پوهېږو چې وروستی ولسمشر غني و)
د ولسمشر غني د کابینې وزیر محمد حنیف اتمر نن رسنیو ته په یو کنفرانس کې د سیمه اجماع د رامنځ ته کیدو په اړه وویل ...
دلته طبعا نیوکه به دا وای، چې ( ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې) پورې خبره اضافه اوږده شوې، نه ورته اړتیا شته او نه کوم اصول دي، ځکه د اتمر او غني دواړو لومړی ځل نه دی چې په خبر کې ترې یادوونه کېږي.
دغسې دلته هم باید دغسې اوصولو ته ځکه پاملرنه وکړو، چې خبر او ژورنالېزم نه له چاسره پوله پټی لري او نه یې اوصول د رسنیو د پالیسیو په څېر د هرې رسنیزې ادارې د خوښې او طبعې برخه ده. که لیکو چې
د طالبانو تر واک لاندې د کرکټ بورډ ادارې ، نو بل داسې ادرس شته چې طالبانو نه (کرکټ بورډ ) خلاص شي او د هغوی تر لاس لاندې شي؟ که لیکو چې د طالبانو تر واک لاندې د کرکټ بورډ ادارې اجراییوي رییس، بیا هم چاته منتظر یو، کوم لوری دی چې هلته به پکې دی یا بل اجراییوی رییس وي؟
اوس چې پر ټول هېواد طالب واکمن دی، ټولې ادارې او له نورو هېوادونو سره قونسلي او سفارتي اړیکې پر همدې ډلې پورې اړه لري، ښه داده چې د موضوع د لنډیز، د لوري د نه نیونې، د خبر د اوصولو دنه ماتونې او ... په توګه يې ( د افغانستان کورنیو چارو وزارت، د کرکټ بورډ اداره، د بهرنیو چارو وزارت، کابل پوهنتو ن او... ) ولیکو. که ځینې استدلال وکړي چې دا په لوی لاس برات ورکول دي، نو له چانه چاته برات ورکوئ؟ خبریال قاضي دی او که دا خبرې د تاریخ لیکونکي دي؟ بله دا چې دا چیرته لیکل شوی چې په هر خبر کې له سره تر پایه لیکه، د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت؛ ځکه ټولو افغانانو ته معلومات دی چې اوس واکمن همدوی دی او ټولې ادارې له دوی سره دي، خبر يې نباید بې خوند او تکراري جملې ونیسي.
1402_ 1 _ 27