بدخشان کې یوه مور او ماشوم د کوکچې سیند اوبو وړي دي

بدخشان کې یوه مور او ماشوم د کوکچې سیند اوبو وړي دي


  • 1 کال دمخه (15/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 591

سمسور نیوز (۲۶وری۱۴۰۲) په بدخشان کې یوه مېرمن او یو ماشوم د کوکچې په سیند کې غرق شوي دي. 

د بدخشان د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس محمد کامګار ویلي، چې پرون تر غرمې وروسته درې ماشومان او یوه مېرمن سیند ته وغورځېدل، چې دوه ماشومان خلکو راوایستل او یاده مېرمن له یوه ماشوم سره اوبو یووړه.

سرچینې زیاته کړې، چې د ډوبو شویو کسانو د موندلو هڅې روانې دي؛ خو جسدونه یې لا نه دي موندل شوي.