هند له افغانستان سره د لس زره ټنه غنمو مرسته کوي

هند له افغانستان سره د لس زره ټنه غنمو مرسته کوي


  • 1 کال دمخه (15/04/2023)
  • 602

سمسور نیوز (۲۶وری۱۴۰۲) هند له افغانستان سره د لس زره مټریک ټنه غنمو مرسته کوي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې اړه نوي ډیلي د خوړو له نړیوال پروګرام سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.

ټاکل شوې ده چې دا غنم د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته انتقال شي.

د خوړو نړیوال پروګرام پرو سږ کال په افغانستان کې له درویشت میلیونه خلکو سره د خوراکي موادو مرسته وکړه، په دې مرسته کې څلوېښت زره ټنه غنم د هند و.