سمسور نیوز (۲۶وری۱۴۰۲) تېره شپه د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د خپلمنځي شخړې له کبله اووه کسان وژل شوي دي.
د پکتیکا د والي ویاند ثناءالله معصوم ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې د یوې کورنۍ څلور غړي چې دوه یې ښځې او دوه ماشومان دي، شامل دي.
ثناءالله زیاته کړې، پهدې پېښه کې د بلې کورنۍ د یوې ښځې او یوې نجلۍ په ګډون درې کسان وژل شوي.
نوموړی وايي، د دې پېښې اصلي علت نهدی په ډاګه شوی، خو امنیتي ځواکونو د دې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.