افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان مري

افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان مري


  • 1 کال دمخه (17/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 650

سمسور نیوز (۲۸وری۱۴۰۲) د روغتيا نړيوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ورځې ۱۷۶ نوي زېږېدلي ماشومان د هغو ناروغیو له امله مري، چې درملنه یې ممکنه ده.

دې سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې دوی بايد د ميندو او ماشومانو د ژوند ژغورنې او سلامتۍ لپاره چټک کار وکړي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، په افغانستان کې د سختې خوراکي ناامنۍ اغېزې ويجاړوونکې دي او په هېواد کې ۲۰ ميليونه وګړي د خوارځواکۍ او ساري ناروغيو له خطر سره مخ دي. 

ويل کېږي، اوس مهال د افغانستان نيم وګړي له لوږې سره مخ دي او ۲۸ ميليونه وګړي بشرپالو مرستو ته اړتيا لري.