سمسور نیوز (۲۸وری۱۴۰۲) د کابینې د پرېکړې له مخې، تر دې وروسته هېوادوال کولای شي چې له (۲۰۰۵) څخه نیولې تر (۲۰۲۳) ماډل پورې موټر چې د افغانستان له ټرافیکو سېسټم سره مطابقت ولري، په قانوني ډول هېواد ته وارد کړي.
مالیې وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې زیاته کړې، چې له (۲۰۰۵) څخه ښکته (۲۰۰۲، ۲۰۰۳، ۲۰۰۴) ماډل موټرو ته په هېڅ ډول، هېواد ته د واردولو اجازه نه ورکول کېږي.
د مالیې وزارت د مالوماتو له مخې، تر دې وړاندې یوازې د وروستيو لسو کلونو (۲۰۱۴-۲۰۲۳) ماډل موټرو ته د واردېدو اجازه ورکړل شوې وه.