جي اوه هېوادونو د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښه ښودلې

جي اوه هېوادونو د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښه ښودلې


  • 1 کال دمخه (18/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 541

د نړۍ شتمنو هېوادونو جي۷ د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ناستې په ترڅ کې په افغانستان کې د بشري کړکېچ په اړه اندېښنه ښوودلې.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاده ناسته د جاپان د بهرنیو چارو د وزیر هایاشي یوشي ماسا په کوربه توب ترسره شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په ناسته کې د افغانستان د بشري وضیعت او په دغه هېواد کې د بشري حقونو د نقض کېدو په اړه اندېښنه څرګنده شوې.

په ناسته کې پر افغان مېرمنو لګېدلي بندیزونه نه منونکي بلل شوي.

په همدې حال کې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د نړۍ والې ټولنې په ملتیا پر مخامخ خبرو ټینګار کوي.

یوشي ماسا دغه راز له افغانستان سره د بشري مرستو دوام هم مهم بللی.

په دې ناسته کې ټینګار شوی چې اسلامي امارت باید پرېنږدي، ترڅو افغانستان یو وار بیا د ترهګرو ډلو پر خوندي پټنځای بدل شي.

د جي ۷ هېوادونو د بهرنیو چارو  وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اسلامي امارت وايي، په افغانستان کې د هیچا حقونه تر پښو لاندې نه دي او دوی د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی کوي.