وېسټ: له افغانانو سره مو پر شته ستونزو خبرې وکړې

وېسټ: له افغانانو سره مو پر شته ستونزو خبرې وکړې


  • 1 کال دمخه (18/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 494

 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په ترکیه د یو شمېر افغان مدني ټولنو له مشرانو سره کتلي.

توماس ویسټ پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې یې په افغانستان کې د ننګونو او نړۍ والې ټولنې د ښکېلتیا په اړه خبرې کړي.

نوموړي  ټینګار کړی چې له افغانانو سره په مشورو به خپلې تګلارې ته دوام ورکوي.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې  له کار او زده کړو له حقونو څخه د ښځو او نجونو له محرومېدل د اندېښنې وړ بلل شوي او د افغانانو ترمنځ له سوله‌ییزې لارې پر خبرو اترو ټینګار شوی.

توماس ویسټ دغه راز ویلي چې دوی لاهم په افغانستان کې له افغانانو سره خپلو ژمنو، د بشري ناورین په برخه کې له نورو سره کارکولو او د خپل هېواد راتلونکي لپاره د افغانانو ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده چې ټام ویسټ وړمه ورځ په دوحه کې هم له یو شمېر افغان سوداګرو سره کتلي وو.