د ا.ا مشر:له ټولې نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې اړیکې غواړو

د ا.ا مشر:له ټولې نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې اړیکې غواړو


  • 1 کال دمخه (18/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 659

د ا.ا مشر د اختر په مناسبت په خپل خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغانستان له ټولې نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښې او په متقابل تعامل ولاړې اړیکې غواړي.

د هغه دا پیغام چې په پنځو ژبو خپور شوی، په کې راغلي چې اسلامي امارت د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

نوموړي زیاته کړې، ټول هېوادوال مکلف دي چې د هېواد د رغوونې په برخه کې خپل مسوولیت ادا او په دې برخه کې نورو ته د امید پرځای له خپل همت نه کار واخلي.

د اسلامي امارت مشر که څه هم د نجونو د زده کړو په اړه په خپل پیغام کې څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې ټول هېواد ته د تعلیم او تربیې بهیر غځول او د خپل هېواد بچیانو ته د زده‌کړو زمینه برابرول د دوی له مکلفیتونو څخه دي.

هغه یو وار بیا په خپل پیغام کې د اسلامي امارت مسوولینو ته امر کړی چې له قوم پرستۍ او ژبپرستۍ څخه لاس واخلي او له عامو خلکو سره په چلند کې له نرمښت کار واخلي.