اروپايي ټولنې له افغانستان سره درې میلیونه یورو مرسته وکړه

اروپايي ټولنې له افغانستان سره درې میلیونه یورو مرسته وکړه


  • 1 کال دمخه (18/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 695

سمسور نیوز (۲۹وری۱۴۰۲) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا ویلي، اروپايي ټولنې د دغه سازمان بشردوستانه صندوق سره درې میلیونه یورو مرسته کړې ده.

اوچا پر خپله ټوېټرپاڼه د یادې مرستې له کبله له اروپايي ټولنې د مننې ترڅنګ ویلي، دغه راز ملاتړ کولای شي، چې بشردوستانه شریکان افغانستان کې اړمنو او زیان‌منونکو وګړو ته حیاتي مرستې ورسوي.

اروپایي ټولنه داسې مهال له افغانستان سره مرسته کوي، چې اوچا تر دې وړاندې ویلي وو، چې دا مهال په افغانستان کې نږدې ۲۰ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او شااوخوا شپږ میلیونه افغانان بیا له قحطۍ یو ګام شاته دي.