د بلنکین په هڅو؛ سوډان کې لنډ مهاله اوربند وشو

د بلنکین په هڅو؛ سوډان کې لنډ مهاله اوربند وشو


  • 1 کال دمخه (19/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 636

له شاوخوا څلور ورځو جګړې وورسته په سوډان کې د ۲۴ ساعتونو لپاره اوربند شوی.

یاد اوربند تېره ورځ ناوخته د دواړو لورو ترمنځ شوی، خو لاهم نه ده معلومه چې د نن ورځې تر پای وروسته به وغځېږي که نه.

دا اوربندی په ځايي وخت د سې شنبې په ماښام شاوخوا شپږ بجې پیل شوی.

په همدې حال کې د سوډان د پوځ یو جنرال شمس الید کباشي العربیه ټلویزون ته ویلي چې ښايي یاد اوربند له ۲۴ ساعتونو څخه ډېر نه وي.

د بهرنیو رسنیو دراپورنو له مخې، دا اوربند د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلنکین له فشارونو وروسته شوی دی.

اوربند وروسته له هغې کېږي چې د سوډان په پلازمینه خرطوم ښار کې پر امریکايي دیپلوماتانو برید شوی.

د یادونې وړ ده چې په دغه هېواد کې د جګړو له کبله تر اوسه شاوخوا دوه سوه کسان وژل شوي.