سمسور نیوز (۳۰وری۱۴۰۲) د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد ویلي، ټاکل شوې راتلونکو دوو اونیو کې د افغانستان په اړه یوه نړیواله غونډه جوړه شي.
محمد چې پرون د امریکا په پرېسټن انسټېټیوټ کې خبرې کولې، د دغې غونډې د کره نېټې او ځای په اړه څه ونه ویل.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي، چې د دغې غونډې جوړولو موخه د ا، ا رسمیت پېژندنې ته د یوې حللارې موندل دي.
امینې محمد ویلي، چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازي برخه واخلي.