سمسور نیوز (۳۱وری۱۴۰۲) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف ویلي، چې دوی په افغانستان کې له ښځو او ماشومانو څخه خپل کلک ملاتړ ته دوام ورکوي.
د افغانستان لپاره د یونېسف څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د زیاتېدونکو محدودیتونو او په دې هېواد کې پر بشري چارو د فضا له تنګېدو سره سره یونېسف دې ته ژمن دی چې په دې هېواد کې پاتې شي او په ټولې وړتیا سره خدمتونه سر ته ورسوي.
یونېسف ویلي، لکه څنګه یې چې په تېرو اویا کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ملاتړ کړی، له دوی سره به بیا هم ولاړ وي.
یونیسف دغه راز زیاته کړې، په افغانستان کې د اړمنو ۲۸ ميلیون وګړو له ډلې ۱۵ ميلیونه یې ماشومان دي چې بشري او د خوندیتوب مرستو ته اړتیا لري.