سمسور نیوز (۳۱وری۱۴۰۲) د برېټانیا ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې سریلانکا به چین ته د ۷ میلیارد دالرو پور د یوې برخې د ورکولو په بدل کې سل زره ماکاک نومي بیزوګان واستوي.
دا ډول بیزوګان یوازې په سریلانکا کې موندل کېږي او دا کار د چین پر غوښتنه ترسره کیږي.
چینایي چارواکو ډاډ ورکړی، چې دا بیزوګان په ژوبڼ کې ساتل کېږي.
د ځنګلي ژوندانه هڅاندو ویلي، شونې ده ډېری مکاک بیزوګان به په لابراتوارونو کې د ازموینو لپاره وکارول شي.