غني: په هېواد کې بشري وضعیت د خرابېدو خواته روان دی

غني: په هېواد کې بشري وضعیت د خرابېدو خواته روان دی


  • 1 کال دمخه (21/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 746

سمسور نیوز (۱ثور۱۴۰۲) د هېواد مخکیني ولسمشر محمد ا شرف غني پر خپل اختریز پیغام کې ویلي چې په هېواد کې بشري وضعیت په جدي توګه د خرابېدو په حال کې ده.

د هغه په خبره، په افغانستان کې یوازې بشري مرستو د بشپړ بحران مخه نیولې.

نوموړي دغه راز په ادارتو کې د ښځو پر کار بندیز هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په دا چاره په عملي توګه په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د مېرمنو څنډې ته کول دي.

محمد اشرف غني دغه راز د سولې په اړه ویلي چې لاهم د باعزته سولې لپاره فرصت په بشپړ ډول له لاسه نه دی وتلی او بېرته باید هغه چوکاټ ته ور ستانه شو؛ ترڅو د ملت د ګټو له مخې حقیقې سوله راشي.

په همدې حال کې حامد کرزي هم پرخپله ټوېټرپاڼه پرخپل اختریز پیغام کې ویلي چې په هېواد  کې د ښځو پرکار او د نجونو پر زده کړو بندیز د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې پر واړندې لوی خنډ بلل کېږي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې دې د نجونو زدکړو او مېرمنو کار ته جدي پاملرنه وشي.

بل لورته بیا ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې افغانسان له احتمالي اقتصادي ناورین سره مخ دی.

عبدالله لیکلي، د شته ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې د اکثرو هېوادوالو اساسي غوښتنې ومنل شي.