سمسور نیوز (۳غوایي۱۴۰۲) د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت پر ميلیونونو کورنیو اغېز کړی دی.
د دغې ادارې عمومي دفتر پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې د کاري فرصتونو کموالی د کورنیو د پېرودلو قدرت کمزوری کوي او خلک نه شي کولي چې د خوړو په څېر ضروري شیان راونیسي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په وینا، دغه کسان نور ملاتړ ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو ویلي چې روان میلادي کال به په افغانستان کې ۲۸ ملیونه او درې سوه زره کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.