اروپایي پارلمان: د افغانستان اوسنی حکومت باید پر رسمیت ونه پېژندل شي

اروپایي پارلمان: د افغانستان اوسنی حکومت باید پر رسمیت ونه پېژندل شي


  • 1 کال دمخه (24/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 518

سمسور نیوز (۴غوایي۱۴۰۲) د اروپا د پارلمان یوه غړې هنا نیومن په تازه څرکندونو کې ویلي، چې  وایي، د افغانستان سرپرست حکومت باید پر رسمیت ونه پېژندل شي.

مېرمن نیومن په خپله یوه وینا کې چې نن یې پر خپله ټویټرپاڼه خپره کړې ویلي، ا، ا نجونې او ښځې له تعلیم او کاره منعه کړې دي.  

د مېرمن نیومن په خبره، په داسې یوه حال کې، چې افغان مېرمنې او نجونې له خپلو حقونو محرومې دي، د ا، ا د رسمیت پېژندنې هېڅ فکر باید ونه‌شي.  

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد ویلي و، د ا، ا د رسمیت پېژندنې په تړاو باید بحثونه پيل شي.