سوډان کې یو وار بیا پر اوربند هوکړه شوې

سوډان کې یو وار بیا پر اوربند هوکړه شوې


  • 1 کال دمخه (25/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 630

سمسور نیوز (۵غوایي۱۴۰۲) په سوډان کې د جګړې ښکېلو لورو ترمنځ پر اوربند هوکړه شوې ده.    

‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، چې په سوډان کې د پوځیانو او چټک ملاتړ ځواکونو تر منځ له پراخو خبرو اترو وروسته، په جګړه کې ښکېلو خواوو پر ۷۲ ساعته اوربند هوکړه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر ټویټر زیاته کړې، دغه اوربند د اپرېل په ۲۴مه له نیمې شپې څخه عملي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د سوډان په خپلمنځي جګړې کې ښکېلې خواوې له دې وړاندې لنډمهاله اوربند ته ژمنې نه‌وې پاتې شوې.

د راپورونو له مخې، دغه اوربند د امریکا او عربستان په منځګړیتوب نافذ شوی دی. 

د سوډان جګړه کې تر دې دمه ۴۲۷ تنه وژل شوي او ۳۷۰۰ تنه نور ټپیان دي.