یونېسف: زرګونه افغان ماشومانو د نارغیو ضد واکیسن نه‌دی ترلاسه کړی

یونېسف: زرګونه افغان ماشومانو د نارغیو ضد واکیسن نه‌دی ترلاسه کړی


  • 1 کال دمخه (25/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 620

سمسور نیوز (۵غوایي۱۴۰۲) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق یا یونېسف ویلي، په ۲۰۲۲ کال کې شااوخوا ۱۱۷ زره افغان ماشومانو د ناروغیو پر ضد د وقایې واکسین نه دی ترلاسه کړی. 

یونېسف د معافیت د نړیوالې اونۍ په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، تېرو درېیو کلنو کې افغانستان د پولیو، شري او سختو تنفسي ناروغیو سره مخ و، هغه ناروغۍ چې د واکسینونو پر مټ یې مخنیوی شونی دی.    

د یونېسف د معلوماتو له مخې، د کرونا د وبا له خپرېدو وروسته په ټوله نړۍ کې له ۶۷ میلیون زیات ماشومان له واکسین څخه بې برخې وو، چې له دې ډلې څخه ۴۸ میلیون ماشومانو ته هېڅکله واکسین نه دی ورکړل شوی.