سراج‌الحق د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره ټلېفوني خبرې کړې

سراج‌الحق د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره ټلېفوني خبرې کړې


  • 1 کال دمخه (25/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 562

د پاکستان د اسلامي جماعت ګوند مشر، مولوي سراج‌الحق د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره ټلېفوني خبرې کړې دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دواړو لوریو تېره ورځ د سیمې سیاسي وضعیت په اړه خبرې کړې دي او د پاکستان او افغانستان وضعیت د ښه کېدو لپاره یې د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی. 

سراج الحق په دې ټلېفوني خبرو کې ویلي، چې پاکستان او افغانستان «وروڼه هېوادونه» دي او ټینګار یې کړی، چې باید سیمه کې د سولې او پرمختګ د پراختیا لپاره یو بل سره همکاري وکړي.  

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نږدې راتلونکي کې امیر خان متقي پاکستان ته سفر کوي، او هیله لري، چې دا سفر به د «دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا» لامل شي.