سمسور نیوز (۷غوایي۱۴۰۲) پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په سېند ایالت کې له یرغمل نیوونکو سره د یوې نښتې پر مهال ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي او یو بل ژوبل دی.
پاکستاني رسنیو د ځایي امنیتي چارواکو له خولې ویلي، چې دغه نښته داسې مهال رامنځته شوې چې وسلهوالو انسان تښتونکو د یوه ځايي سوداګر زوی د بلوچستان ایالت له دېرالله یار سیمې څخه تښتولی و، چې پولیس یې پر ضد د عملیاتو د ترسره کېدو لپاره وتلي وو او ډزې پرې شوې دي، چې له امله یې شپږ تنه پولیس وژل شوي او یو بل تن ژوبل دی.
د تښتوونکو او یرغمل شوي کس د برخلیک تر اوسه څه نهدي ویل شوي.