د پوهنې وزیر: د ښوونځیو او مدرسو تر منځ واټن مو له منځه وړی

د پوهنې وزیر: د ښوونځیو او مدرسو تر منځ واټن مو له منځه وړی


  • 1 کال دمخه (27/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 575

سمسور نیوز (۷غوایي۱۴۰۲) د پوهنې سرپرست وزیر وایي،  اوسمهال په ټول هېواد کې د ښوونځیو او مدرسو تر منځ واټن له منځته تللی دی.  

حبیب الله اغا هلمند ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، چې په هېواد کې ټول زده کوونکي د امن په فضا کې زده کړې کوي.

باختر دولتي اژانس خبر ورکړی، چې د پوهنې وزارت سرپرست به هلمند ولایت ته پخپل سفر کې هلته د پوهنې بهیر وارزوي. 

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې لاهم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي نه دي پرانېستل شوي.