اوچا: زده‌کړو ته د افغان نجونو لاس‌رسی مهم دی

اوچا: زده‌کړو ته د افغان نجونو لاس‌رسی مهم دی


  • 1 کال دمخه (28/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 672

سمسور نیوز (۸غوایي۱۴۰۲) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی.  

یاد سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې زده کړو ته د نجونو لاسرسی مهم دی او که اجازه ورنه کړل شي؛ نو په راتلونکي به منفي اغېزې ولري. 

اوچا زیاته کړې، که د نجونو زده کړو ته لاسرسی محدود شي نو روغتیايي او عامه خدماتو او همدارنګه اقتصادي ودې کې به افغان ښځې له ستونزو سره مخ شي. 

له پرله‌پسې غوښتنو سره، سره ا، ا د نجونو پر زده‌کړې د بندیز پرېکړه تر اوسه بېرته نه ده اخیستې.