امنیت شورا د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیزونه وغندل

امنیت شورا د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیزونه وغندل


  • 1 کال دمخه (28/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 646

سمسور نیوز (۸غوایي۱۴۰۲) د ملګرو ملتو امنیت شورا په افغانستان کې د سرپرست حکومت له خوا  د افغانو ښځو او نجونو پر زده کړو او کار لګول شوي بندیزونه په یوه خوله غندلي دي.  

امنیت شورا په دې تړاو پرېکړه لیک کې پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پر وړاندې خپلې تګلارې سملواره بدلې کړي. 

دا پرېکړه لیک د څه باندې نوي هېوادو په همکارۍ متحدو عرب اماراتو او جاپان چمتو کړی و. 

په پرېکړه لیک کې داغه راز راغلي، چې له ملګرو ملتونو سره د افغان ښځو د دندې درلودلو ممنوعیت بشري حقونه او بشر دوستانه اصول کمزوري کوي. 

پرېکړه لیک کې له سرپرست حکومت غوښتل شوي، چې پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي.

که څه هم سرپرست حکومت د امنیت شورا د تازه پرېکړه لیک په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز کورنۍ موضوع بللې وه.