سمسور نیوز (۸غوایي۱۴۰۲) د امریکا په الاسکا ایالت کې د د دوو چورلکو د ټکر له کبله درې پوځیان وژل شوي دي.
په دې پېښه کې یو بل پوځي ټپي شوی او اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د راپورونو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې دغو پوځو چورلکو پوځي تمرینات کول چې په هوا کې سره وجنګېدې.
د امريکا پوځ ویلي، چې دوه پوځیان ځای پر ځای مړه شول او درېيم تن روغتون ته پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت په کنټاکي آيالت کې هم د تمرین په يوه شپني ماموريت کې د دوو طبي بلېک هاک چورلکو د ټکر پر مهال نهه پوځیان ووژل شول.