سمسور نیوز (۸غوایي۱۴۰۲) تېره شپه د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې یو ځوان د نامعلومو کسانو لهخوا وژل شوی دی.
ځایي سرچینې وايي، د صاحب شاه شاداب په نوم دغه ځوان، له خپل کوچني زوی سره لومړی نشه شوی او بیا وژل شوی دی؛ خو زوی یې ژوندی دی.
تر اوسه د دې پېښې اصلي علت په ډاګه شوی نهدی.
همدا راز، تېره شپه د دې ولایت د سپینغر ولسوالۍ په شډل سیمه کې یو ځوان د تومانچې په ډزو ځان وژلی دی.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي دغه پېښه تائید کړې ده.
د زابلي په خبره، د هغه د کورنۍ غړو ورته ویلي، چې نوموړي ذهني ناروغي لرله او د ځانوژنې لامل یې هم د هغه ناسم ذهني توازن ښودل شوی دی.