د ښار په واټونو چوپه چوپتیا وه، د سړک د غاړې ګروپونه روښانه ول. سګریټ مې کش کړ، تریخ لوګۍ یې په یخه شپه کې خوږه راولګېد، ګوشکي مې سمې کړې، د مرتضی پاشايي «نبض احساس» آواز بېخي خوندور تاثیر وکړ. د پيادهرو په ورېدلې واوره تازه ګډ وډ قدمونه تېر شوي ول، وړاندې یو بوجۍ پرشا، ببرسری سړی روان و.
د سړي پر اوږه مې لاس ورکېښود:
ـــ څوک یې او څه کوې په دې توره شپه؟
سړي د اشغالو بوجۍ پر شا سمه کړه، تر خوله یې ګرم تاوونه ووتل: "هېڅوک او هېڅ نه کوم!"
ـــ تنها یې؟
سړي برګ راوکتل: "تنها چا ته ویل کېږي؟"
ـــ هغوی چې نه ملګري لري، نه کورنۍ، نه ماشوکه او...
سړي له ږیرې تازه ورېدلې واوره پاکه کړه: "نه. مګر کاش تنها وای، ځان مې راسره دی. تنها هغه چا ته ویل کېږي، چې خپل وجود هم ونلري...
ـــ په ژوند کې خپلواک یې؟
خیرن سړی موسک شو: "نه. مګر کاش خپلواک وای. که خپلواک وای، نن به تا هم له ما، زما د خپلواکۍ په اړه پوښتنه نشوای کولی!"
ګوتې مې وسوځېدې، سګرټ خلاص شوی و، په سړي پسې مې کتل، پر بوټانو یې د پيادهرو واورې ور اوښتې.