سمسور نیوز (۹غوایي۱۴۰۲) د میدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله يو کس مړ شوی او پنځه نور ټپيان دي.
دغه پېښه نن سهار نهه بجې د کابل – غزني پر لاره د سیداباد ولسوالۍ اړوند دښت ټوپ سیمه کې د هایلکس او فیلډر موټرو تر منځ د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
د پېښې ټپيان ولایتي روغتون ته رسول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودلی شوی دی.
په دې وروستیو کې په هېواد کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ په کندهار کې هم د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله شپږ تنه مړه او اتلس نور ټپیان شوي دي.