سمسور نیوز (۹غوایي۱۴۰۲) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې له شمېر ځوانانو سره کتلي دي.
د نوموړي پر ټویټر لیکل شوي، پهدې کتنه کې ځوانانو د هېواد د ځان بسیاینې لپاره د علم زدهکړه د نجونو او هلکانو لپاره یو بنسټیز اصل بللی دی.
د ښاغلي کرزي پر ټویټر زیاته شوې، همداراز د دې کتنې پر مهال په هېواد کې د ملي یووالي پر لاټینگښت او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو او کار ته د ښځو پر ستنېدو ټینګار شوی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي تر دې وړاندې هم په ورته کتنو کې ښځو او نجونو ته د حقونو ورکړې غوښتنه کړې وه.
هغه تل ټینګار کوي، چې په افغانستان کې دې اوسنیو ستونزو حل لپاره خپلمنځي بحثونه پیل شي.