خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
سمسور نیوز (۱۰غوایي۱۴۰۲) افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي ویلي، چې د افغانستان د بحران حل باید په سیمه کې ولټول شي.
ښاغلي قمي په ایران کې د قزاقستان له سفیر سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه ګډ مسوولیت لري او په کار ده چې د دې هېواد د بحران حل په سیمه کې ولټول شي.
د هغه دا خبرې د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي دفتر پرون په یوه ټوېټ کې خپرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر ویلي، د دوحې دوه ورځنۍ غونډه باید د افغانستان د وګړو د ستونزو د حل لپاره یوه هڅه وي.