سمسور نیوز (۱۰غوایي۱۴۰۲) په کراچۍ کې د افغانستان سفارت قونسلګرۍ د پاکستان له زندانونو د ۵۶ نورو افغان وګړو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ سرپرست سید عبدالجباري تخاري په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په خوشې شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.
تخاري زیاته کړې، چې تر دې مخکې هم د کراچۍ له بېلابېلو زندانونو ۲۲۲۰ کسان له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.
په ورته مهال په کراچۍ کې د افغانانو د حقونو مدافع منیزه کاکړ هم د دغو کسانو د خوشې کېدو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د سند ایالت په بېلابېلو زندانونو کې لا هم ۶۰ افغانان بندیان دي.