ګوتریش یو وار بیا د افغان ښځو پر کار د بندیز لرې کېدو غوښتنه کړې

ګوتریش یو وار بیا د افغان ښځو پر کار د بندیز لرې کېدو غوښتنه کړې


  • 1 کال دمخه (30/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 630

سمسور نیوز (۱۰غوایي۱۴۰۲) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، چې د افغانستان خلک بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري او د مرستو رسولو لپاره د ښځینه کارکوونکو شتون اړین دی. 

هغه پر خپله ټوېټر پاڼه یو وار بیا له اسلامي امارت غوښتي، چې د ښځو د کار پر وړاندې بندیز پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره پنجشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیزونه وغندل او له اسلامي امارات یې وغوښتل، چې هر څه ژر دغه بندیزونه لېرې کړي.