سږکال ۳۰ زره افغانان د حج مراسمو کې برخه اخلي

سږکال ۳۰ زره افغانان د حج مراسمو کې برخه اخلي


  • 1 کال دمخه (30/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 464

سمسور نیوز (۱۰غوایي۱۴۰۲) د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ویلي چې سږ کال به له افغانستان څخه ۳۰ کسان د حج مناسکو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.    

نور محمد ثاقب د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د خبرو پر مهال زیاته کړې، دغه سهمیه د حاجیانو د غوښتنې پر بنسټ تنظیم شوې او په خبره یې سږ کال د حاجیانو د لېږد لپاره له کابل، هرات، بلخ او کندهار ولایتونو څخه الوتنې تر سره کېږي.

هغه ویلي، د دې وزارت د چارواکو په هڅو سږ کال د هر حاجي لپاره ۳۹۲۴ ډالر یا ۳۴۰ زره افغانۍ لګښت په پام کې نیول شوی دی.