د هېواد سندیزو حوزو کې د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی

د هېواد سندیزو حوزو کې د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی


  • 1 کال دمخه (30/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 554

سمسور نیوز (۱۰غوایي۱۴۰۲) د اوبو او انرژۍ وزارت په ۸ ولايتونو کې د اوبو کچې لوړېدو، سېلابونو راوتلو او په ځینو سیمو کې د اورښت اټکل کړی دی. 

دغه وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې نن او سبا دوشنبه د هېواد سينديزو حوزو په ځينو ځايونو کې د اوبو کچې لوړېدو او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.  

یاد وزارت ویلي، ناڅاپي سېلابونه او ورښتونه د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې امکان لري.

روانه میاشت په پنځو ولایتونو کې وروستیو طبیعي پېښو له کبله ۷ تنه مړه او تر ۱۰ ډېر ټپیان شوي او همداشان ګڼ کرنیز فصلونه او څاروي له منځه تللي دي.