پرون چيرته په لندن کی ددوستانو سره ناست وم يوه ملګری ته می وویل چی دجمعی په ورځ په کامه کی دکامی دفرهنګيانو له خوا دهيواد ددوو وتلو څیرودهيواد دنامتو ژبپوه استاد زيار او دنوميالی شاعر کاروان په وياړ يوه پرتمينه غونډه جوړيږی نوټول ډیر خوشحاله شول او په يوه خوله يی ددی کار ستاينه وکړه.يوه وويل دخوښی خبره خو داده چی پخوا پښتنو يوازی مړی لمانځل اوس دخپل هيواد فرهنګيان دژونديو دکار دستاينی اولمانځنی غونډی جوړوی موږ ته په کاردی چی هم دخپلو فرهنګيانوددغسی کارونو ستاينه وکړو او هم دغه ډول غونډی دهيواد نه بهر هم جوړی کړو.
په رښتیا هم استاد زيار داډیر کلونه کيږی چی دانګلستان داکسفورد ښار کی اوسيږی دلته هم په کار وه چی دهغه لمانځنه دهغه په ژوندينی باندی وشی سره له دی چی دزيار صاحب په وياړ دلته دهغه داويايمی کلیزی غونډه جوړه شوی وه خو زما په نظر موږ بايد په هغی بسنه ونه کړو او له ډیری پراخ نظری نه کار واخلو.اودخپلو پوهانو او مشاهيرو لمانځنه دهغو په ژوندونی وکړو.
زه چی خپل ځان داستاد زيار شاګرداو ګران کاروان ملګری بولم نو دکامی دفرهنګيانو او په خاص ډول داستاد صميم صاحب ددغه ډول هڅو او کوششنو ستاينه کوم استاد زيار او کاروان صاحب ته داوږده عمر غوښتنه کوم په دی هيله چي له دی نه هم ډیر ګټور او ارزښتناک اثار زموږخواری ژبی ته وړاندی کړی.کاشکی زه هم په دی توانيدلی وای چی له تاسی سره يو ځای می دخپلو دغو دوو وتلوڅیروپه لمانځ غونډه کی ګډون کړی وای. خو زړه می له تاسی سره دی او بری موله لو ی رب نه غواړم ژوندی او بريالی اوسی.
اوس همدومره
په پښتنی مينه
افضل ټکور
لندن