د بندو درازو تر شا؛ په قطر کې د افغانستان په اړه ناسته جوړیږي

د بندو درازو تر شا؛ په قطر کې د افغانستان په اړه ناسته جوړیږي


  • 1 کال دمخه (01/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 581

 

په پام کې ده چې نن د افغانستان په اړه د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي په کوربه توب ناسته وشي.

که څه هم دې ناسته د اسلامي امارت استازي نه دي وربلل شوي، خو د ا فغانستان لپاره به په کې د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي او چارواکي ګډون وکړي.

سره له دې چې لاهم د دې ناستې مشخصه اجنډا معلومه نه ده، خو ویل کېږي چې په ناسته کې به د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت، د ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر حقونو بحثونه وشي.

بل لورته په کور دننه یو شمېر شنونکي په دې ناسته کې د اسلامي امارت د استازو پر نشت نیوکه کوي او وايي، چې د سرپرست حکومت د استازو له ګډون پرته دا ډول ناستې ډېرې مثبتې نه دي.

خو دا چې په دغه ناسته کې به د افغانستان په اړه کومه پرېکړه، او له اسلامي امارت نه کومې غوښتنې کېږي، هغه پوښتنې دي چې د ناستې له پای ته رسېدو وروسته به ځواب شي.