مکسیکو کې د یو بس چپه کېدو پېښه کې ۵۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

مکسیکو کې د یو بس چپه کېدو پېښه کې ۵۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې


  • 1 کال دمخه (01/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 613

سمسور نیوز (۱۲غوایي۱۴۰۲) د مکسیکو په لویدځ کې یو بس له لوړې غونډۍ لوېدلی، چې له کبله یې ۱۸ تنه مړه شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.   

رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه پېښه وړمه شپه رامنځ ته شوې، چې په مړه شویو کسانو کې ۱۱ ښځې او اووه سړي شامل دي. 

د مکسیکو په نایاریت ایالت کې د څارنوالۍ دفتر څرګنده کړې، چې د سېلانیانو دغه لېږدونکی موټر د شنبې پر شپه له شااوخوا ۱۵ متره لوړې غونډۍ یوې کندې ته وغورځېد.