لطیف نظري: ا، ا د نړیواله ټولنې د فعال او مسؤل غړيتوب غوښتونکی دی

لطیف نظري: ا، ا د نړیواله ټولنې د فعال او مسؤل غړيتوب غوښتونکی دی


  • 1 کال دمخه (01/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 640

سمسور نیوز (۱۲غوایي۱۴۰۲) د اقتصاد وزارت مرستیال ویلي چې سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې د فعال او مسؤل غړیتوب غوښتونکی دی.

لطیف نظري پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ا، ا غواړي له خپلو ټولو ظرفیتونو او امکاناتو په نړیوال نظام کې د مشارکت لپاره کار واخلي او د نړیوالې ټولنې فعال او مسؤل غړی و اوسي.

نظري دغه راز لیکلي، چې د دوحې ناسته کې باید د مثبتونو واقعیتونو لکه مالي شفافیت، سیاسي نظم او د ظلم او زورواکۍ ختمېدو ته پام وشي.

نوموړی په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي چې د دوحې په غونډه کې د سرپرست حکومت استازو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې به په افغانستان کې د روانو ستونزو د هوارۍ او د نړیوالو له‌خوا د یوه ګډ دریځ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.