سمسور نیوز (۱۴غوایي۱۴۰۲) په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي ویلي، ملګري ملتونه باید د افغانستان په مسئله کې خپلواک وي.
هغه تېره ورځ د افغانستان په اړه د دوحې ناستې په څنډه کې له انتوني ګوترېش سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې یاد سازمان باید د افغانستان په مسئله کې د خپلو پرېکړو او پلانونو په برخه کې خپلواک وي.
کابل کې د ایران سفارت پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې کاظمي په دې لیدنه کې ویلي، د افغانستان مسئله یوازې د ملګرو ملتونو او د سیمې هېوادونو په ملاتړ حل کېدای شي.
د یادونې وړ ده، چې حسن کاظمي د دوحې تر ناستې وړاندې ویلي وو، چې په دغه ناسته کې به فعاله ونډه ولري او دریځ به یې د افغانانو په ګټه وي.