سمسور نیوز (۱۴غوایي۱۴۰۲) د کورنیو چارو وزارت وايي، د مشرتابه د فرمان د پلي کولو په موخه یې تر اوسه څه باندې ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندي د مبارزي معینیت وايي، په ښکاره هیچا کوکنار نه دي کرلي.
دغه معینیت زیاته کړې، چې یو شمېر کسانو د کوکنارو کښت ته بیا مخه کړې وه، خو په وینایې چې دکوکنارو یو بوټی به هم پرېنږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ویلي و، چې په افغانستان کې د کوکنارو کر کیله صفر ته را ټیټه شوې ده.