ډبلیو ایف پي: نیت نه لرو، چې له افغانستان څخه ووځو

ډبلیو ایف پي: نیت نه لرو، چې له افغانستان څخه ووځو


  • 1 کال دمخه (04/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 613

سمسور نیوز ۱۴غوایي۱۴۰۰۲) د خوړو نړیواله اداره (WFP) وايي چې له افغانستانه د وتلو نیت نه لري او په دې هېواد کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. 

دې ادارې زیاته کړې ده، په افغانستان کې پاتې کېدو او مرستو رسولو باندې تمرکز کوي او له دغه هېواده وتل به له ګواښ سره د مخ افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو پریښودلو په معنی وي.   

د خوړو نړیوالې ادارې په افغانستان کې د مرستو رسونې بهیر ته د ښځینه کارکوونکو پر ستنېدلو هم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د ښځو حضور یوه اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د انکشافي ادارې (UNDP) د ۲۰۲۲ میلادي کال د یوې ارزونه چې تازه خپره شوې، ویلي په افغانستان کې ۳۴ میلیونه افغانان په لوږه کې ژوند کوي.