سمسور نیوز (۱۵غوایي۱۴۰۲) په سربیا کې یوه وسله وال بریدګر اته کسان په ډزو سره وژلي دي.
پېښه پلازمېنې بلګراد ته نږدې په ملادینواڅ سیمې کې شوې ده.
د مالوماتو له مخې، یو شمېر نور کسان هم دې پېښه کې ټپیان شوي؛ خو کره شمېر یې لا نه دی په ډاګه شوی.
پولیسو ویلي، برید کوونکی د پېښې له ځایه تښتېدلی؛ خو د نیولو لپاره یې عملیات پيل کړي دي.
دا په ۴۸ ساعتونو کې په سربیا کې دویمه ډلهییزه وژنه ده.
د چهارشنبې په ورځ یوه ۱۳ کلن هلک په بلګراد کې اته ماشومان او یو ساتونکی په ډزو ووژل او ګڼ نور یې ټپيان کړل.
پولیسو وروسته اعلان وکړ، چې دا بریدګر هلک یې نیولی دی.