دپېرنګي كيسې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • صفيه حليم
  • 1040

د ميلادي کال ١٨٤٩د جون په مياشت کي د لوېديځ پنجاب سيک جنگيالو ډلو د انگرېز پوځ نه ماته خوړلې او په تېښته و. د لاهور په شاهي قلاکې چي يو وخت پکې  مهاراجه رنجيت سنگه دربار کېدو اوس  يواځى دده د دولسو کالوځوئ او دده ځاى ناستى مهاراجه دليپ سنگه د خپل مور راني جند کور او يو څو خدمت گارانو سره پاته دى. د رنجيت سنگه خزانه د انگرېزانو لاس ته ورغلې وه او په دى کي تر ټولو قيمتى الماس  کوه نورد پنجاب نوى ټاکل شوى والي جان لارنس سره و. لارنس په دى وخت کى د سيمى په انتظام بوخت و نو الماس يې په تيکه کي تاو راتاو کړو، په يو وړوکي ډبي کى بند او د خپل واسکټ په جېب کي يې کېښودو.  دده واسکټ د نورو جامو سره دده خدمت گار سمبال کړو. يوه نيمه مياشت چي ووتله نو د ډېلى نه د بريطانيې د حکومت گورنر جنرال لارډ ډلهوزى ورته پېغام ور واستو چي کوه نور الماس به ملکى ( وکټوريه ) ته وړاندى کړى شى. ډلهوزي غوښتل چى دولس کلن دليپ سينگ دى پخپل لاس دا ملکې ته ور ډالئ کړي.   هدف يې دا و چي د پنجاب تر لاسه کول هغه وخت ددوئ تر ټولولوئ برياليتوب و او ددې سيمي تر ټولو ځواکمن مهاراجه ځوئ ملکى ته د کوه نور په وړاندي کولو د بريطانيې د سلطنت برم به په اوج ورسوي. جان لارنس په دى پېغام سخت وار خطا شو.  د خپل دفتر نه ځاني کوټى ته ولاړو او خدمت گار نه يې په واسکټ کى دوړوکى ډبى پوښتنه وکړه.  نوکر ولاړو او د ټين د ېو  زاړه صندوق نه يې هغه ډبى را وويستلو.  لارنس ورته وويېل ډبې پرانيزه او وگوره چى پکى څه دي. خدمت گار  وويېل" صېب دا د شيشى ېوه ټوټه پکى ده. "
د لاهور نه بمبئ ته ددې الماسود خوندى سفر لپاره پلان جوړشو. او بيا د بمبئ نه د جان لارنس په نگرانئ کي کوه نور د تل لپاره د هند نه يوړل شو.   ډلهوزى د کوه نور نه علاوه د رنجيت سينگ د سرو زرو تخت هم انگلستان ته يوړو او د ١٨٥٠ ميلادى کال د جولائ د مياشتې په دريېمه نېټه  کوه نور د بريطانيې ملکې وکټوريه ته وړاندى کړې شو.  په ١٨٥١ کى د لندن په هايډ پارک  کې دا الماس په لومړئ ځل عامو خلکو په نندارتون کى لپاره وليدو.  د شيشې جوړه هم ددی الماسو يوه بدله کاپي د لاهور په ميوزيم کې کېښودل شوه.  په ١٨٥٢ کى دا قيمتي ډبره  د تراشلو پر وخت دا د خپل حجم نه په سلو کى٤٢ وړوکى شوه. وروسته دا د بريطانيې دنورى خزانى سره يو ځائ د لندن په کلا ( ټاور ) کى وساتل شوه. 
د کوه نورد تاريخ سره تړلى خونړئ پېښوېولړ وهمونوته لاره جوړه کړه دا چي هر څوک دا الماس له ځانه سره وساتلو نو هغه به له بد مرغئ سره مخ کېږي، خو انگرېزانووويېل چى دا الماس ښځى ته ضرر نه رسوئ.  اوکله چى دوکټوريه امږور ملکى الېگزانډره لپاره نوئ تاج جوړېدو نو کوه نور په دې کي ولگول شو. اوس دغه تاج د بريطانيې ملکه اېليزبته په سروي. اوس يو سل او شپېته کاله کېږي چي کوه نور د انګرېزانو سره دی