سمسور نیوز ۱۶غوایي۱۴۰۲) د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکو افغانستان ته له سفر وروسته پهدې هېواد کې د بشري حقونو پرلهپسې خرابېدونکي وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا وضعيت د ټولنې ټول وګړي، په تېره ښځې، نجونې او لږکي اغېزمن کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ او په ملګرو ملتونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د توپیري چلند د کاري ډلې مشر دوروتي اسټراداتانک، د افغانستان په اړه راپور خپور کړی دی.
ښاغلي بېنېټ ویلي، د اسلامي امارت چارواکو د ښځو د کار په اړه هغه ته ډاډ ورکړی او زیاتوي، ښځې او نجونې کولای شي د شریعت په چوکاټ کې او له سړیو جلا کار وکړي.
په راپور کې همداراز راغلي، د اسلامي امارت چارواکو د ټاکلي وخت له ورکولو پرته ویلي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره کار کوي او نړیواله ټولنه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نهکړي.
ریچارډ بېنېټ زیاته کړې، چې دا راپور لومړنی دی او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه بشپړ راپور به د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۳مې غونډې ته وړاندې شي.