سمسور نیوز (۱۶غوایي۱۴۰۲) د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي د چین د بهرنیو چارو له وزیر چین ګانګ سره د پاکستان په پلازمېنې اسلاماباد کې کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې پهدې کتنه کې پر یو شمېر مهمو سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، ټرانزیټي او دوه اړخیزو مسایلو خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پرون په یوه څلور ورځني رسمي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې چې امیر خان متقي نن په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.