متقي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره پر بېلابېلو مسائلو غږېدلی

متقي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره پر بېلابېلو مسائلو غږېدلی


  • 1 کال دمخه (07/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 628

سمسور نیوز (۱۷غوایي۱۴۰۲) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منير سره کتلي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سیمه‌ییز امن، د خلکو په تګ راتګ کې د اسانتیا پر برابرولو او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوې دي.

امیر خان متقي چې په څلور ورځني سفر تېره جمعه پاکستان ته لاړ، پرون یې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې برخه واخیسته.

د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ ویلي، هیله‌من دی سرپرست حکومت په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ کړي او د معتدلو سیاستونو له خپلولو سره له ګاونډیانو سره دوستانه اړیکې وساتي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم وباله.